په کابل کې د مصطفی کاظمي درېم تلین ولمانځل شو

د افغانستان د ولسي جرګې د ملی اقتصاد د کمیسیون د ریس سید مصطفی کاظمي د شهادت د دریمې کلیزې په مناسلت په کابل کې د نوموړي باد غونډه وشوه

په دغې غونډه کې چې د ملي شورا غړو او د سید مصطفی کاظمي په لسګونو پلویانو ګډون کړی وو، ویناوالو حکومت په دې تورن کړ چې د مصطفی کاظمي او ملګرو د وژونکو په پیژندنه کې پاتې راغلی دی.

د ولسي جرګې مشر محمد یونس قانوني په دې اړه په حکومت د نیوکې په ترڅ کې وویل:

( درې کاله له دغې پېښۍ څخه تیریږي، تمه وه چې د پېښې په اړه د افغانستان د عدلي او قضايي ارګانونو له خوا څیړنې وشي او د پېښې عاملین د قانون منګلو ته وسپارل شي خو په خواشینۍ سره چې په دې برخه کې تر اوسه پورې څه نه دي شوي.)

دغه شان د شهید کاظمی ټولنې او د نوموړي د کورنۍ غړو هم به دې برخه کې د حکومت بې غورۍ ته په انتقاد سره له اړوندو ارګانونو څخه د جدي اقداماتو غوشتنه وکړه .

د افغانستان د ولسي جرګې د ملي اقتصاد د کمیسیون ریس سید مصطفی کاظمي د ملي شورا پنځه تنه نور غړي او په لسګونه تنه عام وګړي چې د ښوونځي ماشومان هم په کې شامل ول له نن څخه درې کاله د مخه په بغلان کې په یو ځان وژونکي برید کې ووژل شول.

خو د افغان ولسمشر یو ویاند حامد علمي ازادۍ راډیو ته وویل حکومت په دې برخه کې د څیړنې په هدف خپلې هڅې کړي خو دا چې دا یوه تروریستي پېښه وه په پېښه کې د ښکیلو کسانو نیونه ستونزمن کاردی:

(د بغلان کومه پېښه چې ۳ کاله دمخه شوی وه یو تررویستي عمل وه او په هغه وخت کې هم د دولت له خوا دوه پلاوي ګمارل شوي وه او هغوي خپلې څیړنې کړي خو هلته خپله ځان مرګۍ برید کوونکی هم لمنځه تللی وه.)

په داسې حال کې چې د ولسي جرګې مشر او د سید مصطفی کاظمي کورنۍ له حکومت څخه د نوموړي او د ملګرو د وژونکو د پیژندنې اونیونې غوښتنه کوي خلک وايي، چې یواځې د دغې پېښې عاملین نه بلکه تول هغه کسان چې په افغانستان کې په وران کارو عامالو او وژنو تورن دي باید د قانون منګلو ته وسپارل شي.