د ملګروملتونو د بشر د حقونو کمشنرې ناوي پيلې پر عراقي حکومت غږ کړي، چې د ملکيانو د خونديتوب او د ”خونړېو“ فرقوي شخړو د مخنيوي هڅه وکړي.
دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي، چې د سې شنبې په ورځ د بغداد په يوه شيعه مېشته سيمه کې د تنظيم شوېو بمي بريدونو په نتيجه کې تر شپېتو زيات کسان ووژل شول.
تر دې مخکې د يکشنبې په ورځ تر پنځوسو زيات زيارت کوونکي او پوليس هغه وخت ووژل شول چې د القاعده شبکې مربوطو وسلوالو په يوه کاتوليکه کليسا کې ځينې کسان برمته کړل.
د ملګرو ملتونو په بيان کې د سرمنشي بانکې مون له لوري د عراق له خلکو غوښتل شوي چې په دغسې وحشيانه تاوتريخوالي په وړاندې ثابت قدمه اووسي.