کرزي او روسيي په خپلو د همکارېو ټینګار کړی

افغان ولسمشر حامد کرزي له خپل روسي سیال سره په تلیفوني خبرو کې پر دوو اړخیزو اړیکو او همکارېو ټینګار کړی دی.

د ولسمشر د رسنیو دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه خبرې تېره شپه شوې او دواړو خواو د افغانستان او روسیې پر همکارېو او همږغیو خبري کړي.

دغه تیلیفوني خبرې داسې وخت شوي چې د راپورونو له مخې، چې د نشه یي توکو پر ضد ځانګړو روسيي ځواکونو له امریکايي ځواکونو سره یو ځای د افغانستان په ختیځ کې عملیات وکړه.

خو په افغانستان کې د نشه يي توکو پر ضد په عملیاتو کې د روسيي ځواکونو حضور د افغان ولسمشر له تند اعتراض سره مخامخ شو.