په هلمند کې دېرش تنه وسله وال مخالفین وژل شوي دي

افغان امنیتي چارواکي وايي، چې په هلمند کې يې د دولت ۳۰ تنه مخالفین له منځه وړي او په زیاته اندازه نشه يي مواد يې ترلاسه کړي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت له خوا په یوې خپرې شوې اعلاميې کې راغلي دي، چې دغه عملیات د هلمند په دیشو ولسوالۍ کې د افغان او نړیوالو ځواکونو له خوا په ګډه ترسره شوي دي.

په اعلامیه کې وړاندې راغلي دي، چې په سلګونو کیلوګرامه کیمیاوي او نشه يي مواد هم د دغو عملیاتو په ترڅ کې ترلاسه شوي دي.

د دولت مخالفینو تر دې مهال په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.