فرانسې د افغانستان ملي موزیم ته دوه لرغوني اثار وسپارل

په کابل کې د فرانسې سفارت د افغانستان دوه لرغونې اثار په فرانسه کې تر بیارغولو وروسته تیره ورځ بیرته د افغانستان ملي موزیم ته وسپارل.

دولتي خبري رسنۍ باختر لیکلي دي، چې دغه دوه لرغوني اثار یو د برنزو پطنوس او یوه توره وه، چې درې کاله دمخه په بلخ ولایت کې موندل شوی وه او د بیارغولو لپاره فرانسې ته لیږل شوې وه.

د دغو اثارو لرغونتیا د غزنویانو له دورې سره اړه لري چې څه باندې زر کاله پرې تیر شوي دي.