د امریکا د کانګرس د منځي دورې په ټاکنو کې جمهوري غوښتونکي مخکې دي

د امریکا په متحد ایالاتو کې له سې شنبې راهیسې د کانګرس د غړیو د انتخاب لپاره رایي ورکول دوام لري. د منځنۍ دورې په دغو انتخاباتو کې له لومړنیو نتیجو ښکاري چې جمهوري غوښتونکي وړاندې دي.

ورو اقتصادي ودې او د کارونو لږوالې د جمهوري غوښتونکو رایي، زیاتې کړې دي.

د نتیجو له مخې جمهوري غوښتونکو په انډیانا کې د مشرانو جرګې یوه څوکۍ خپله کړې او همداراز یې په کارولنیا، کېنټاکي او اوهایو کې د سنا څوکۍ ګټلې دي.

د ډيموکراټانو د استازیو د جرګې مشرې نانسي پلوسي چې دنده یې مخ په ختمیدوده په واشنګټن کې د ډیموکرات ګوند د استازیو د انتخاباتي کمپاین په مقر کې د ډیموکرات ګوند پلویانو ته وویل:

"موږ هیواد پر نوی مسیر برابر کړ. د خپل لوی ولسمشر بارک اوباما ترمشرۍ لاندې مو هیواد نوی مسیر ته برابر کړی.

موږ به بېرته پخوانیو ناکامه سیاستونو ته ونه ګرځو. موږ د متوسطی طبقې لپاره مبارزه کوو. له تاسو نه مننه چې د دغی مبارزې یوه برخه وئ."

له نتیجو داسې معلومیږي، چې جمهوري غوښتونکي به د استازیو په جرګې کې یو ځل بیا برلاسې شي. له تیرو څلور کلونو راپه دې خوا د استازیو جرګې واک له ډیموکراتانو سره دی. جمهوري غوښتونکي به د مشرانو جرګې واک هم خپل کړي.