جرمني د افغانستان په اړه له چین څخه مرسته غواړي

جرمني پرون له چېن څخه وغوښتل، چې د افغانستان په ثبات کې ډیر څه وکړي، خو دغه هیواد پر دې ټینګار وکړ، چې د چېن پوځي هڅو ته په افغانستان کې اړتیا نه لیدل کېږي.

د جرمني دفاع وزیر کارل څیودور ځو ګیوتنبرګ، چې په دې اړه یې په پیکېنګ کې د جرمني په سفارت کې خبرې کولې وویل، موږ هڅه کوو، چې په افغانستان کې نسبي ثبات چې موږ ته د منلو وړ وي، ټینګ شي او په دې برخه کې د چين
مرستې ته هم اړتیا شته.

خو هغه زیاته کړه په پوځي برخه کې د ده په عقیده دغه هیواد ته ضرورت نه لیدل کېږي.

چين تر اوسه په اقتصادي برخه کې په افغانستان کې پانګونې ته لیوالتیا څرګنده کړې ده. د عینکو د مسو په کان کې چين پانګونه کوي دا د څو میلیارډو ډالرو پروژه ده.

ګیوتنبرګ زیاته کړه، په افغانستان کې د امنیت په ټینګښت کې د چين په شمول د دې هېواد نورګاونډیان ډیرڅه کولای شي.