رفعت:۱۵۲ نورو مرکزونو رايي هم باطلې شوې

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون غړي احمد ضیا رفعت

په افغانستان کې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د درغلیو د څیړلو په دوام د انتخاباتی شکایتونو کمیسیون د یوسله دوه پنځوس نورو انتخاباتي محلونو رایي هم باطلې اعلان کړي.

تردې مخکې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون په بېلابېلو سیمو کې د شپږ سوه نهه څلویښت مرکزونو رایي باطلې اعلان کړې وې.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون غړي احمد ضیا رفعت د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډه کې وویل، چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د درغلیو په تور یي دوه تنه نور کاندیدان هم د ولسي جرګې د کاندیدانو له وروستي لیست څخه ایستلي دي.

ښاغلي رفعت وویل دغه دوه کاندیدان چې د هرات او پکتیکا ولایتونو دي په انتخاباتو کې په پراخو درغلیو تورن بلل شوي او ټولې رایي يي باطلې اعلان شوي.

(د ترلاسه شوو شکایتونود څیړلو په پایله کې د ۱۵۲ نور مرکزونو رايي هم باطلې اعلان شوي دي، چې په دې کې د وردګو،خوست،بلخ،بغلان،بادغیس،نورستان،ننګرهار،کونړ،ارزګان،لوګر،کندهار ولایتونه هم شامل دي)

ښاغلي رفعت وویل هغو کاندیدانو ته، چې په انتخاباتو کې په درغلیو تورن دي له ځانه د دفاع لپاره درې ورځې وخت ورکړل شوې.

نوموړي ټینګار وکړ هغه کاندیدان چې په انتخاباتو کې په درغلیو تورن دي د ولسي جرګې د انتخاباتو د وروستیو پایلو له اعلان وروسته به څارنوالۍ ته هم ور وپیژندل شي.

که څه هم ډیرشمېر خلک اندیښمن دي چې د رايي ورکولو د زیات شمېر مرکزونو د رایو باطلول به د انتخاباتو مشروعیت تر پوښتنې لاندې ونیسي، خو د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ وایي، چې د انتخاباتي شکایتونو د کمسیون کړنې قانوني دي.

خو د دغه بنسټ مشر د انتخاباتي شکایتونو له کمسیون څخه ووغوښتل، چې د هغو رایو د بیا شمېرنې لپاره اقدام وکړي، چې د انتخاباتو د لومړنیو پایلو له اعلان مخکې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا ناسمې اعلان شوي.

د ولسي جرګې انتخابات چې د وږي میاشتې په اوه ویشتمه نېټه ترسره شول په دې انتخاباتو کې د پراخو شوېو درغلیو له امله ډیر خلک اندیښمن دي.

دوي له مسوله چارواکو څخه غواړي چې غلطې رایي باید له سپینو رایو سره په ډیر دقت تفکیک کړي.