وروسته له هغې چې له یمن څخه د امریکا په لوري تلونکو الوتکو کې د القاعده شبکې له خوا د ایښودل شوېو بمونو پلانونه کشف او شنډ شول، اروپایي او د شمالي امریکا هېوادونو د هوایي چلند امنیتي اقدامات سخت کړي دي.
تېره اوونۍ په دوو بستو کې ځای پر ځای شوې بمونه چې د امریکا متحده ایالاتو ته وړل کېدل، په انګلستان او دوبۍ کې ونیول شول.
په راپورونو کې ویل شوې چې د سعودي عربستان استحباراتو لویدیځو هېوادونو ته د بمونو په اړه ګټور معلومات ورکړي وو.
د بمونو په غبرګون کې، انګلستان، جرمني، هالنډ، فرانسې، کاناډا او د امریکا متحده ایالاتو اعلان وکړ چې له یمن څخه په ټولو الوتنو او بارونو بندیزونه لګوي.
لویدیځ هېوادونه وایي، په الوتکو کې دا بمونه القاعده شبکې تنظیم کړي او استخباراتي چارواکي وایي، د دغه عمل اصلي شک په سعودي تبعه ابراهیم حسن ال اسیري کیږي او ویل کیږي چې نوموړی په یمن کې د القاعده شبکې مشر دی.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند فیلیپ کراولي وایي، متحده ایالات به له یمن سره مرسته وکړې چې د افراطیانو پر ضد جګړې کې یي توان زیات شي. ده وویل:
(موږ باور لرو، یمن د امنیت او تروریزم ضد چارو کې د نظر وړ پرمختګ کړی خو څرګنده ده چې د یمن ظرفیتونه په دی اړه کم دی.
یمن د سېمې یو بې وزلی هېواد دی او موږ به په منظم ډول خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړو تر څو د افراطیانو د شخړو په وړاندې د یمن توان زیات شي.)
امریکایي چارواکي وایي، واشنګټن یمن ته یوه څیړونکي ډله استولې چې د هوایي چلند په بارونو کې د خطرونو معلومولو لپاره یمني مامورین وروزي.