د ایساف دوه سرتیري په جنوب کې ووژل شول

ایساف وایي، د دوي دوه عسکر د افغانستان په جنوب کې د دوشنبې په ورځ په سړک کې د ښخ شوي ماین په چاودنې کې ووژل شول.

ایساف په یوې اعلامیې کې د عسکرو مړینه اعلان کړي خو د پالیسۍ پر اساس یي د وژل شوېو هویت او نور جزئیات نه دي په ډاګه کړي.

په روان کې په افغانستان کې تر اوسه ۶۱۲ بهرني عسکر وژل شوي دي. دا رقم په ۲۰۰۹ کال کې ۵۲۱ تنه و.