ایساف ځواکونو په زابل کې د طالبانو یو قومندان وژلی

ایساف ځواکونه وايي چې، په دې وروستیو کې یې په زابل ولایت کې د طالبانو یو مشهور قومندان ملا عبدالله کاکړ په یو هوايي برید کې وژلی دی .

په هغې اعلامیه کې چې په همدې اړه په کابل کې د ایساف ځواکونو د رسنیو له دفتر څخه خپره شوې ده راغلي چې ملا عبدالله کاکړ په افغانستان کې د افغان او ایتلافي څواکونو پر وړاندې د ورانکارو اعمالو لوی پلان کوونکی و .

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې ملا عبدالله کاکړ په افغانستان کې د بهرنیو جنګیالیو مشرهم و، طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي .