ناټو د افغان ځواکونو د روزونکو له کمی سره مخ دی

ناتو ځواکونه وایي چې تر اوسه پورې د افغان ځواکونو د روزنې لپاره د نهه سوو پوځي روزونکو له کمی سره مخامخ دي.

د ناټو د روزونکي ماموریت مشر جنرال ویلیام کالدویل وویل، چې د دغې ستونزې د هواري لپاره یي له افغانستانه بهر هېوادونو کې د افغان پوځیانو د روزنې هڅې پیل کړي دي.

هغه پرون په کابل کې خبریالانو ته وویل چې یو شمېر افغان پوځیان یي د عربو متحده اماراتو ته د روزنې لپاره استولي دي او پر دې سربېره چې دغه هېواد د فرانسوي ځواکونو په مرسته شاوخوا درې سوه افغان پوځیان روزي، په پام کې لري چې ترکیي ته هم یو شمېر پولیس د روزنې لپاره واستوي.

افغان ولسمشر ویلي چې افغان امنیتي ځواکونه به تر ۲۰۱۴ کال پورې د دې جوګه شي چې د افغانستان امنیتي چارې په خپل لاس کې واخلي،له افغانستان د امریکایي او نورو هېوادونو د ځواکونو وتل هم د افغان ځواکونو په روزنې پورې تړلې دی.

ناټو غواړي چې د راتلونکي کال د اکتوبر تر میاشتې پورې د افغان پوځیانو او پولیسو یو درې سوه زره کسیز ځواک رامنځته کړی.