په نیمروز کې پولیسو ۱۰ تنه وسله مړه او ټپیان کړي دي

په نیمروز ولایت کې امنیتي چارواکي وایي چې نن شپږ تنه وسله وال مخالفان وژل شوي اودرې نورټپیان شوي دي.

د نیمروز دامنیې قومندان عبدالجبار پوردلي ازادي راډیو ته وویل، چې دا مخالفان هغه مهال د پولیسو له خوا ووژل شول چې د دلارام زرنج په لویه لاره کې یې د ملګروملتونو د خوراکي موادو پرکاروان حمله وکړه.

ښاغلي پوردلي څرګنده کړه، چې په وژل شوو کې یو پاکستانی هم شامل دی او یو وسله وسله وال مخالف نیول شوی هم دی.

طالبانو ادعا کړې، چې په دې پیښه کې شپږتنه پولیس وژل شوي خو د نیمروز امنیتي چارواکي دا ادعا ردوي او وایي، چې یوازې یوپولیس ټپی شوی.