د خوست ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې تېر ماښام د ایتلافي ځواکونو پرکاروان ځان وژونکې حمله شوې.
په خوست کې میشت ایتلافي ځواکونونه وایي، چې په دې پیښه د دوی ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
د تڼیو ولسوال دولت خان قیومي ازادي راډیوته وویل، چې په دې ځان وژونکې حمله کې یوازې حمله کوونکي وژل شوی.
طالبانو ادعا کړې چې په دې پیښه کې یې د ایتلافي ځواکونو دوه ټانکونه ویجاړ کړي او اوه تنه بهرني عسکر یې وژلي خو ایتلافي ځواکونه دا ادعا ردوي.
په یوبل خبرکې د کندهار سیمه ایزچارواکي وایي، چې تیرماښام د دې ولایت په ریګستان ولسوالۍ کې د دې ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ مرستیال ګل محمد او یوقومي مشر د مین په چاودنه کې وژل شوي دي.
د ریګستان ولسوالۍ د امنیې قومندان سلطان محمد ازادي راډیوته وویل، چې په دې چاودنه کې پنځه تنه پولیس هم ټپیان شوي دي.
طالبانو ادعا کړې چې شپږتنه پولیس هم په دې چاودنه کې وژل شوي خو د کندهار ولایت سیمه ایزچارواکي دا ادعا ردوي.