لاوروف: اسيايي هېوادونه له روسيې سره اټومي معاملې ته لېواله دي

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف وايي اسيايي هېوادونه دېته لېواله دي چې له روسيې سره د اټومي انرژۍ په برخه کې معاملې ولري.

د ويتنام په مرکز هانوى کې نوموړي وويل، زموږ همکارانو د اټومي انرژۍ په برخه کې خاصه لېوالتيا وښوده.

لاوروف دا مهال له ولسمشر دميتري مدوېدېف سره په ويتنام کې دى، د روسيې ولسمشر نن د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو په سرمشريزه کې ګډون لري، نن روسيه او امريکا د دې سازمان غړيتوب واخيست.

تر دې سرمشريزې وروسته به مدوېدېف د ويتنام له چارواکو سره خبرې وکړي، ښايي د ملياردونو يورو په ارزښت يو تړون هم ورسره لاسليک کړي، چې په ويتنام کې د لومړنيو اټومي تاسيساتو د جوړونې په اړه دى.