کابل د ځوانانو د غونډې کوربه وو

د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو د ځوانانو د استازو په ګډون په کابل کې یوه غونډه وشوه، په دغه غونډه کې د ځوانانو د عالي شورا د کورنیو دندو په اصولو خبرې کیږي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت په وینا، د دغو اصولو په تصویب به د ځوانانو د عالي شورا فعالیتونه په ټول افغانستان کې په رسمي توګه پیلیږي.

ویل کیږي، چې د دغه شورا د جوړېدو هدف دا دی، چې افغان ځوانان وکولای شي، چې د سولې په ټینګښت او د افغانستان په هکله پرېکړو کې خپل رول ولوبوي.