په عراق کې یو ځان مرګي برید زیات کسان ووژل

د عراق پولیس وایي، یوه ځان وژونکي د جمعې په ورځ د بغداد په شمال ختیځ کې په یوه سماورا کې چې زیات شمېر شیعه ګان او کردان په کې راټول شوي وو، ځان والوزاوه. په چاودنې کې لږ ترلږه ۲۵ کسان مړه او ۷۵ نور ټپیان شوي دي.

د عراق د دیالا ولایت د پولیسو ویاند جګړن غالب عتیه وایي، حمله د بلاد روز په ښارګوټې کې شوې ده.

رویترز اژانس وایي، دا په تېرو څو اونیو کې په عراق ستره ځان وژونکي حمله وه.