په مکسیکو کې ۱۵ تنه په وسلواله پېښه کې وژل شوي

په مکسیکو کې مقامات وايي په دغه هېواد کې له نشه يي موادو سره په تړاو یوه وسله واله پېښه کې ۱۵ تنه وژل شوي دي،دا په یوه اونۍ کې په مکسیکو کې د ډله ایزې وژنې دریمه پېښه ده چې رامنځته کیږي.

راپورونه وايي دغه کسان هغه مهال ووژل شوه کله چې یوه وسله وال په نیاریت ایالت کې د موټر وینځلو په ځای کې پر خلکو ډزې وکړې.

که څه هم چې تر اوسه پورې د دغې ډله ایزې وژنې علت نه دی معلوم شوی خو پلټونکي وايي دا پېښه په مکسیکو کې د منظمو جرمونو د لړۍ یوه برخه ده.

په مکسیکو کې له تېرو څلورو کلونو راهیسې نشه يي موادو پورې مربوطو وسله والو پېښو کې شاوخوا اته ویشت زره کسان وژل شوي دي.