فرانسې او قزاقستان یو شمېر موافقې لاسلیک کړی

فرانسې او قزاقستان تېره ورځ په خپلو کې د دوو میلیارډ ایورو په ارزښت یو شمېر موافقې لاسلیک کړي.

د فرانسې جمهوري ریاست وویل، د دغو موافقو له مخې به پاریس الماتا ته ۲۹۵اورګاډې او ۴۵ هیلیکوپترونه وپلوري.

دغه راز د فرانسې یوه اټومي کمپنۍ به په قزاقستان کې د اټومي سون موادو د تولید یوه دستګاه هم جوړه کړي.

دا موافقې له پاریس څخه د قزاقستان د ولسمشر نور سلطان نظربایف د کتنې پر مهال لاسلیک شوي دي.