په کابل کې یوناما یا د ملګرو ملتونو د مرستو د پلاوي دفتر د خصوصي امنیتي کمپنیو د تړل کېدو په اړه د ولسمشر حامد کرزي د فرمان ملاتړ وکړ.
یوناما په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې ویلي چې د ټولې نړېوالې ټولنې په استازیتوب د جمهور رئیس د فرمان ملاتړ کوي او د یوه مهال ویش له مخې د خصوصي امنیتي کمپنیو له منځه وړلو ته ژمنه ده.
د یو بل خبر له مخې د هرات ولایت چارواکي وايي، چې د خصوصي امنیتی کمپنېو د تړلو په اړه د جمهور رئیس د فرمان له مخې یې په دغه ولایت کې دویمه امنیتي کمپنۍ هم بې وسلې کړه.
د هرات د امنیې قومندانۍ ویاند سمونوال نور خان نیکزاد ازادۍ راډیو ته وویل، چې له دې کورنۍ خصوصي امنیتي کمپنۍ څحه نن په ادرسکن ولسوالۍ کې څوارلس میله وسله واخیستل شوه او دې لړۍ ته به دوام ورکړل شي.