په پراګ اورلګېدنې اته کسان مړه کړل

تېره شپه د چک جمهوريت په مرکز پراګ کې د اورلګېدنې په پېښه کې اته کسان مړه شوي دي.

د ښار د اوروژنې د ادارې يوې وياندې وويل، اور نيمه شپه په هغه دوه پوړيزه زړه ودانۍ کې بل شو، چې د بسونو عمومي تمځاى ته نژدې موقعيت لري.

دوه کسان ژغورل شوي دي. دغه اته وژل شوي کسان پېژندل شوي نه دي، د چک رسنيو راپور ورکړى چې ښايي دوى به بېکوره کسان وو.