د فرانسې محصلینو د خپل هېواد د تقاعد د نوي سیسټم پر ضد لاریون کوي

د فرانسې د د ولت د تقاعد سن د لوړیدو د پلان په وړاندې د اعتراضونو په ترڅ کې د فرانسې محصلین په پام کې لري، چې نن په ټول هېواد کې اعتراضیه لاریونونه وکړي او د خپلو پوهنتونو دروازې وتړي.

داسې ښکاري چې د محصلینو دغه لاریونونه به د هغه عمومي اعتصاب د مخه د مخالفینو دریځ پیاوړی کړي، چې صنفي اتحادیو د پنجشنبه په ورځ پلان کړی دی.

د تقاعد د نوي سیسټم له مخې د تقاعد متوسط سن له ۶۰ کلنۍ نه ۶۲ کلنۍ ته لوړیږي.

پرون د فرانسې د تیلو د چڼ ځایونو یوه دریمه برخه کارګرو وروسته له هغې له خپلو اعمالو لاس واخیست، چې د اعتصابونو، د چڼ ځایونو او د تیلو د ډیپوګانو د دروازو د بندولو په نتیجه کې یې فرانسه د تیلو له کمښت سره مخامخ کړې ده.

د فرانسې د اقتصاد وزیرې خبرداری ورکړی، چې اعتصابونه فرانسې ته هره ورځ تر۴۰۰ میلیون ایرو زیان رسوي.