د عراق د جرمونو سترې محکمې د عراق پخوانی د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال صدراعظم طارق عزیز د مرګ په سزا محکوم کړ.
د محکمې د رسنیو څانګې د یوه بیان په خپرولو سره ویلي، چې عزیز د اسلامي ډلو په ځپلو کې د خپل رول په خاطر په دار زړولو محکوم شوی دی.
تير ۲۰۰۹ میلادي کال عزیز په ۱۹۹۲ کال کې د بغداد د ۴۲ سوداګرو د اعدام په خاطر په پنځلسو کالو بند محکوم شوی او پردې سربیره د عراق له شمال څخه د کوردانو په لیرې کولو کې د هغه د رول په خاطر اوه کاله د بند نوره سزا هم ورکړل شوې وه.
عزیز ویلي، چې دی په ټولو مواردو کې بې ګناه دی.
طارق عزیز چې مسیحي دی، په ۱۹۸۳ کال کې د بهرنیو چارو وزیر په توګه وټاکل شو او په ۱۹۹۱ کې مرستیال صدراعظم شو.
هغه د ۲۰۰۳ کال په اپریل میاشت کې وروسته له هغې چې د صدام حسین رژیم نسکور شو، په خپله ځان امریکایي ځواکونو ته تسلیم کړ.
د راپورونو له مخې عزیز چې سکته یې تیره کړې، ناروغ دی.
د عراق د جرمونو سترې محکمې دغه راز د صدام حسین دوو نورو لوړ رتبه همکارانو ته د مرګ سزاوې ورکړي، په مرګ محکوم شوي د بهرنیو چارو پخوانی وزیرصدام شاکر او د هغه اجرایوي سکرتر عابد حمود دی.