د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د هیواد په شمال کې د تښتول شوي هالنډي وګړي د بیا موندلو په هدف یې پراخ تحقیقات پیل کړي دي.
دغه هالنډې وګړی، چې له یوې مرستندویه ټولنې سره کار کوي، پرون د تخار ولایت په بنګي ولسوالۍ کې له خپل افغان موټر چلوونکي سره یو ځای د ناپیژندل شویو وسله والو کسانو له خوا وتښتولې شو.
د کورینو چارو د وزارت ویاند زمري بشري ازادي راډیو ته وویل، چې اوس مهال دوی ته روښانه نه ده، چې دی د چا له خوا تښتول شوی او دغه هالنډي وګړي له کومې مرستندویه ټولنې سره کار کاوه.
د هالنډ حکومت هم د خپل دغه وګړي تښتونه تایید کړې ده.