د جمهور رییس بارک اوباما ادارې د امریکا په کلفورنیا ایالت کې د لمر د انرژۍ د هغې پروژې جوړول تصویب کړل، چې وایي په نړۍ کې د لمر د انرژۍ تر ټولو ستره پروژه ده.
د دې پروژې پر اساس به د لاس انجلس ښار په ختیځي دښتې کې د لمر د انرژۍ څلور دستګاوې، چې هره یوه به یې ۲۵۰ میګا واټه برښنا تولید کړي، ودرولې شي.
د امریکا د چاپیریال ساتنې وزیر کین سالازار وایي، د پروژې د بشپړیدو په صورت کې به ټول ټال زر میګاواټه برښنا تولید شي، چې په اوسط ډول به د اوه لکه او پنځوسو زرو کورونو د برښنا اړتیا پوره کړي.
د لمر د انرژۍ په هري دستګاه به یو میلیارد ډالره لګښت راشي او د څلورو دستګاو د تولید ظرفیت به له یوې هستوي بټۍ سره برابر وي.