په خوست او بغلان ولایتونو کې په شویو ځان وژونکو حملو کې دوه ځان وژونکي او یو پولیس وژل شوي او یو بل پولیس ټپي شوي دي.
د کورنیو چارو د وزارت په وینا د بغلان په مرکز پلخمري کې په شوې حمله کې، چې هدف یې د بهرنیو ځواکونو د موټرو کاروان و، خپله ځان وژونکی وژل شوی او بل چا ته زیان نه دی اوښتی.
خو د خوست ولایت د تڼۍ ولسوال دولت خان قیومي وایي، چې هلته د پولیسو په امنیتي پوستې په شوې ځان وژونکې حمله کې یوازې د پولیسو یو سرتیرې وژل شوی او یو بل ټپي شوی دي.
وسلوالو طالبانو د پېښې مسولیت منلی او د ۱۸ پولیسو د وژلو او د ۱۱ د ټپي کولو ادعا یې کړې.
خو سیمه ييز چارواکي د وسلوالو مخالفینو دغه ادعا ردوي.