په هایتي کې کولرا ته ورته ناروغۍ لسګونه ته مړه کړل

د هايتي چارواکي وايي، کولرا ته ورته ناروغۍ په دې هېواد کې تر اوسه تر دوه نيم سوه زيات کسان مړه کړي او درې زره نور په دې ناروغۍ اخته دي.

چارواکي وايي، په تېرو ورځو کې د لږو کسانو د مړينې خبرونه رسېدلي او داسې هيلې يې پيدا کړي چې ښايي دغه ناروغي کمه شوې وي.

چارواکي وايي ناروغي تر ډېره د دې هېواد په شمالي سيمه او د مرکز په ځينو برخو کې خپره شوې ده.

په همدې حال کې د هايتي د روغتيا وزير ګبريل تيموت، پرون خبريالانو ته معلومات ورکړل:

”دا ناروغي د ارتي بونيت په کښتنۍ او ځينو مرکزي سيمو کې خپره شوې ده، هغه معلومات چې له تېرې شپې رارسېدلي، په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر درې زره پنځلسو ته زيات شوى، په دې ناروغۍ د مړو شمېر دوه سوه درې پنځوسو ته رسېدلى.“

د دې هېواد په مرکز کې هم د دې ناروغۍ پنځه پېښې ثبت شوي، چارواکي وايي، ښايي ناروغان به له يوې سيمې بلې ته سفر کوي، ځکه نو به دغه ناروغي نورو سيمو ته خپره شي.