د افغانستان د برېښنا او انرژۍ د وزارت او د فیشتنر جرمني کمپنۍ ترمنځ نن دوه تړونونه لاسلیک شول.
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې د دې تړونونو له مخې به په شمالي ولایتونو کې د اوبو یو شمېربندونه سروې او په بلخ او بغلان ولایتونو کې به ځینو ولسوالیو ته د برېښنا د لیږدونې لومړني کارونه ترسره شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست محمد اسماعیل نن د دغو تړونونو د لاسلیکولو په مهال وویل چې د دې پروژې ټول لګښت دولس ملیونه ډالرو ته رسیږي او ډیر ژر به یې عملي کار پیل شي:
(د حوت یا حمل تر میاشتې به د دې پروژې سروې خلاصه او بیا به یې اساسي کارونه پیل شي دا پروژه ډیره مهمه اود پام وړ ده.)
ده څرګنده کړه چې د افغانستان په ځینو نورو سیمو کې هم د اوبو د بندونو د جوړولو هڅې پیل شوي خو وخت ته اړتیا لري.