په خوست کې په لسګونو وسلې د ډایاک پروګرام ته وسپارل شوی

په خوست کې امنیتی چارواکي وایي، چې نن یې د ډایاګ یا وسلې ټولولو پروګرام ته لسګونه میله وسلې وسپارلې.

د خوست د امنيي قومندان عبدالحکیم اسحاقزي ازادۍ راډیو ته وویل چې دغه څه باندې پنځوس میله وسله د دې ولایت په ګربزو او شمل سیمو کې ترلاسه شوې وه.

تر دې وړاندې هم په خوست کې شاه خوا یو نیم سل میله سپکې او درنې وسلې د امنیې قومندانۍ له خوا د ډایاګ پروګرام ته سپارل شوې وې.