م.م:زموږ کارکونکي په هرات کې خپل فعالیتونو ته دوام ورکوي

په هرات کې د ملګروملتونو پر دفتر له حملې وروسته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي ویلي چې د دې سازمان کار کوونکي په هرات ولایت کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

سټیفن دیمستورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د ملګروملتونو سازمان کارکوونکي په هرات ولایت کې پاتي کیږي ترڅو خلکو ته لازم خدمتونه ترسره کړي.

په هرات ولایت کې تېره ورځ غرمه مهال د ملګرو ملتونو پر دفتر وسله والو طالبانو حمله وکړه چې له امله یې درې حمله کوونکي ووژل شول او د دې سازمان دوه تنه ساتونکي ټپیان شول.

په هرات کې امنیتي ځواکونه وایي چې د دې حملې او د نورو دغه ډول حملود مخنیوي لپاره یي جدي څیړنې او تدابیر نیول پیل کړي دي.