د کورنیو چارو وزارت په وړاندیز او د ولسمشر په منظورۍ جنرال ایوب سالنګي د کابل د امنیې قومندان په توګه ټاکل شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویلي چې جنرال سالنګي د جنرال عبدالرحمان رحمان پرځای چې اوس د کورنیو چارو وزارت د مرستیال په توګه دنده ترسره کوي ټاکل شوې دی.
جنرال محمد ایوب سالنګي تر دې وړاندې د ننګرهار اوهرات ولایتونو د امنیې قومندان په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
لا تر اوسه نه ده معلومه چې د کابل د امنیې نوی قومندان به د کابل د پولیسو په چوکاټ کې څه بدلونونه راولي ترڅو په پایتخت کابل کې لا امنیت ټینګ شي.