په میدان وردګو او کندهار کې ۳ ماشومان ووژل شول

د ميدان وردګو ولایت چارواکو د امریکايي ځواکونو له خوا د دوو زده کوونکو وژنه په کلکه غندلې ده.

د میدان وردګو د والي ویاند شاهد الله شاهد ازادي راډیو ته وویل، چې دغه پیښه نن سهار د ميدان ښار د سره پله په سيمه کې هغه وخت وشوه، چې وسلوالو مخالفینو پر امریکايي ځواکونو د توغندی حمله وکړه او د دوی په ځوابي ډزو کې د شهاب الدین لیسې دوه زده کوونکي ووژل شول.

امريکايي ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

او د یوه بل خبر له مخي د کندهار امنیتي چارواکي وايي، چې نن تر غرمې وروسته یو ماین لیږونکي او یو کوچنی د ماین په چاودنه کي ووژل سوله.

د کندهار امنیه قومندان سردار محمد ځاځي ازادي راډیو ته وویل، چې دغه ماین په ښار کې د مدد خان په څلور لارې کې د وړلو پر وخت چاودلی دی او درې تنه نور ولسي خلک هم په کې ژوبل شوي دي.