د افغانستان د کرنې وزارت خوشبینه دې، چې په راتلونکې کال کې به په هېواد کې د غنمو زیات حاصلات راټول کړي.
د کرنې وزارت مرستیال سلیم کندزي، چې د شنبې په ورځ د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وربلل شوې وو، په هېواد کې د کرنې د روان حالت په اړه د وکیلانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.
ښاغلي کندزي وویل، چې د کرنې وزارت په هېواد کې د کرنې د ودې او د اصلاح شوېو تخمونو د ویشلو لپاره ځانګړي پروګرامونه لري، چې په پلې کولو سره به یي د غنمو په حاصلاتو کې د پام وړ ښه والې راشي:
(سږ کال ۷۶ زره ټنه غنم له بزګرو څخه اخیستل شوي او غواړو، چې درې څلور لکه ټنه غله په ذخایرو کې وساتو.
همدا رنګه هڅه کوو، چې د غلې په برخه کې د هندوستان له خوا شوې مرسته هم عملي کړو.
د هغه ولایتونو لارې چې له ستونزو ډکې دي، په مرکزونو کې مو ورته د پنځه یا شپږو زرو ټنو غنمو لپاره ذخیرې جوړې کړي دي او روانې هڅې تر ډېره ځایه اندېښنې ورکولی شي.)
ښاغلي کندزي په هېواد کې د غلې د زیرمو په اړه هم وکیلانو ته معلومات ورکړل او ویي ویل، که څه هم د روان کال په سر کې سختو بارانونو او سیلابونو د غنمو فصلونو ته زیات زیانونه واړول، خو بیا هم د ده په وینا دومره غله دانه راټوله شوې ده چې، په راتلوونکی ژمي کې به ډیره لږه له بهر څخه وارده شي.
د جرګې د اکثرو غړود پوښتنو اصلي ټکی داو چې په هېواد کې به د کرنې د پراختیا سستوالی ترکومه وي؟ او هغه مالي او تخنیکي امکانات چې، د کرنې سکتورته وده ورکولای شي، کله به ترلاسه کیږي او هېواد به یي په دې برخه کې د نورو له اړتیاو کله خلاصیږي؟
د جرګې یوې غړي فوزیه کوفي هم دغو اندېښنو ته اشاره وکړه او ويي ویل:
(موږ هرکال دغلی دانی له کموالی سره مخ یو ، حال داچی دکرنی وزارت وایی چی په وروستیوڅو کلونوکی به هیواد دغلی دانی له پلوه ډیر اړ نه وی.
بله دا چې که د پاکستان او تاجکستان په لارو کی ځنډ راشی ، ستاسی راتلونکی تدابیر به څو وی.)
خو د کرنې د وزارت چارواکي وایي، چې څلور عمده پروژې چې د دوي په اوږدمهاله ستراتیژیک پلان کې شاملې دي هغه د اوبو د منابعو د تنظیمولو، د حاصلاتو د زیاتولو روزنیز پروګرامونه، د کرنې د اقتصادي ودې او د پروژو د ملاتړ پروژې دي، چې پیل شوي کارونه یي پرمخ روان او د هېواد د کرنې په سکتور کې به د پام وړ پرمختګ راولي.
سره له دې چې د کرنې د وزارت مسيولین د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د غلې دانې د ذخیرو خبرې کوي خو خلک وایي چې، دا ډاډ هر کال دوي ته ورکول خو د ژمي په منځ کې کله کله داسې حالات پېښیږي چې د لارو او سړکونو د بندیدو له امله د ځینو ولایتونو لېرې پرتو ولسوالیو ته مرستې نه رسیږي او د موادو د نشتوالي له امله له مرګونو ستونزو سره مخ کیږي.