د فرانسې سنا په هېواد کې د څو میاشتنیو سراسري مظاهرو او اعتصاب سره سره، د دې هیواد د تقاعد په قانون کې هغه تعدیل تصویب کړ، چې له مخې یې د تقاعد سن له شپیته کلنۍ څخه ۶۲ کلنۍ ته پورته شوی دی.
د فرانسې سنا د جمعې په ورځ د تقاعد تعدیل په ۱۷۷ موافقو او ۱۵۳ مخالفو رایو تصویب کړ. دغه تعدیل باید چې د پارلمان دواړه مجلسونه هم تصویب کړي.
د فرانسې حکومت وایي، د تقاعد په قانون کې بدلون، د دی قانون د ژوندي ساتلو په مقصد ضرور و خو ګارګري اتحادیې وایي، په شپیته کلنۍ کې د تقاعد حق یې په ډېرې سختۍ تر لاسه کړی و.
د اکتوبر له دولسمې راهیسې د فرانسي د تیلو ټول دولس چاڼ ځایونه په اعتصاب کې دي او له دې وجې په هېواد کې د تیلو کمښت رامنځ ته شوی دی.
د فرانسې کارګري اتحادیو د دوو نورو ورځو لپاره هم د مظاهرو غږ کړی دی.
د فرانسې دا مظاهرې او اعتصاب، د حکومت له خوا د وضعه شویو سختو مالي مقرراتوپه ضد په اروپا کی تر ټولو سترې او دوام دارې مظاهرې بلل شوې.