قزاقستان:کوزلوف به هم د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ځان کاندید کړي

د قزاقستان د حکومت د مخالف غیر راجستر ګوند الګا مشر ولادمیرکوزلوف نن اعلان وکړ چې په ۲۰۱۲کال کیدونکو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې به ځان کاندید کړي.

نوموړي وویل، اوس وخت رسېدلۍ چې نه یوازې د ۷۰کلن ولسمشر نورسلطان نظربایف پر ځای بل څوک واک ترلاسه کړي بلکه په قزاقستان کې یوه نوی سیاسي سیسټم ته اړتیا ده.

تېره میاشت د ولسمشر نظر بایف یوه سلا کار وویل، په راتلونکو انتخاباتو کې به نوموړی د جمهوري ریاست د بلې دورې لپاره هم ځان کاندید کړي.