امریکا له پاکستان سره خپل نوی مرستې اعلان کړی

امریکايي مقامات وايي ټاکل شوې چې واشنګټن د پاکستان له پوځ سره خپل نوې مرستې اعلان کړي، متحده ایالات په داسې حال کې له پاکستان سره د خپلو نوېو مرستو اعلان کوي چې پر دغه هېواد يې فشار زیات کړې څو په خپله خاوره او افغان سرحد ته نژدې د وسله والو پر ضد خپله مبارزه فعاله او جدي کړي.

چارواکو چې نومونه يې نه دي ذکر شوي ویلي امریکا به د راتلونکو پنځو کلونو په موده کې له پاکستان سره دوه میلیارده ډالره مرسته وکړي.

ټاکل شوې د دغو مرستو څرنګوالۍ به نن په واشنګټن کې د امریکايي او پاکستاني مقاماتو تر منځ د درېو ورځنیو خبرو په پای کې اعلان شي، له پاکستان سره دا نوی مرسته چې باید د کانګرس له خوا تصویب شي د هغو ۷عشاریه ۵ میلیارده ډالرو سربیره ده چې له دې نه مخکې امریکا د اسلام اباد لپاره اعلان کړې ده.