ترکمنستان چمتو دی چې مسکو ته ګاز صادر کړي

د ترکمنستان ولسمشر خپل روسيي سیال ته نن وویل دا هېواد چمتو دی چې مسکو ته نور طبیعي ګاز هم صادر کړي.

د روسيي ولسمشر دیمتري میدویدیف چې تېره ورځ د کسپین سمندر پر غاړه د ترکمن باشي ښار ته ورسېد وویل:

(دا زما لپاره د خوښي خبره ده چې له دې ځای نه کتنه کوم او دا فرصت پیدا کوم چې خپل منځي مسایل وڅیړو او په دې اړه چې څرنګه د روسېې او ترکمستان تر منځ دوستانه اړیکې پراخې کړو ، خپل نظرونه تبادله کړو.)

ترکمنستان د نړۍ په سطحه څلورم هېواد دی چې د طبیعي ګاز زیاتې زیرمې لري.

دغه هېواد خپل زیات ګاز روسيي ته صادوري خو د دې لپاره چې په دې برخه کې پر مسکو خپله اتکا کمه کړې د ګاز د نورو اخیستونکو په لټه کې دی، دا ترکمنستان ته د روسېې د جمهور رئیس په توګه د میدویدیف څلورم سفر دی.