د فرانسې د سوداګرو تر ټولو لويې ټولنې خبردارى ورکړى چې د حکومت له لوري د تقاعد د نظام پر اصلاحاتو د اعتراضونو په ترڅ کې به نن لويې مظاهرې وکړي.
د حکومت د دغو اصلاحاتو له مخې د تقاعد عمر د شپېته کلنۍ پر ځاى دوشپېته کلنۍ ته لوړیږي، د دغو اصلاحاتو خلاف له لسو ورځو راهیسي په فرانسه کې مظاهرې او احتجاجونه روان دي، د تېلو پر ذخيرو محاصرې لګېدلي، چې په دې هېواد کې د تېلو قحطي زياته شوې ده.
وروسته تر دې چې زده کوونکو هم مظاهرو ته مخه کړه، ويل کېږي، د تاوتريخوالى پېښې زياتې شوې دي.
د فرانسې ولسمشر نيکولاس سارکوزي ويلي دي، چې له خپلې پریکړې چې په بودیجه کې د لوی کسر د کمولو لپاره مهمه ده نه په شا کیږي، دی وایي:
،، نن سبا ځوانان ډیرعمر په درس بوخت وي او ډیر وروسته کار او وظایفو ته داخلیږي او دا ښه خبره ده، زاړه خلک نسبت زیات عمر کوي ځکه چې د اټکل شوي عمر کلونه زیات شوي دي، که چېرې موږ د کارموده زیاته نه کړو نو دا موضوع به څنګه حل کړو.،،
ټاکل شوی د فرانسی سنا مجلس په راتلونکو دوو ورځو کې د تقاعد د سن د اصلاحاتو په اړه خپله وروستی رايي ګیري وکړي.