راسموسن:ناټو په افغانستان کې ډیر پرمختګ کړی

د ناټو عمومي منشي انډرس فوګ راسموسن پرون وويل، دغه پوځي تړون به په افغانستان کې تر هغو پورې په کافي اندازه عسکر ولري، چې د دې هېواد خپل امنيتي ځواکونه ثابته کړي چې د امنيت ساتنې جوګه دي.

راسموسن دغه راز وويل، ناټو په افغانستان کې زيات پرمختګ کړى او طالبان په هر ځاى کې له فشار سره مخامخ دي.

راسموسن يونان ته د يو ورځني سفر پر مهال په خپلو خبرو کې خوشبيني څرګنده کړه، چې متحدان به په ٢٠١٤م کال کې افغان ځواکونو ته د امنيت ساتنې مسووليت وسپاري.