دیمیتري میدفیدیف ترکمنستان ته ځي

د روسیې جمهور ریس دیمیتري میدفیدیف نن د دوو ورځو لپاره ترکمنستان ته ځي، دوي به د طبیعي ګاز د انتقال پر مسله خبرې وکړي.

ترکمنستان په نړۍ کې څلورم هېواد دې چې د طبیعې ګاز تر ټولو سترې ذخیرې لري، ترکمنستان د خپل ګاز زیاته برخه روسیې ته صادروي خو په وروستیو کې یې هڅه کړې چې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته د ګاز د صادراتو له لارې په روسیې خپله اتکا محدوده کړې.

میدفیدیف تېرکال د ترکمنستان د ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف په بلنه عشق اباد ته تللې وو .