د انتخاباتي شکایتونوکمیسیون د ۱۰ محلونو رايي باطلې اعلان کړی

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي، چې په لسو ولایتونو کې د څه باندې پنځوسو نورو محلونو رایې هم باطلې اعلان شوې.

د دې کمیسیون غړي او ویاند احمد ضیا رفعت نن په کابل خبریالانو ته وویل چې، په فاریاب، ارزګان، پروان، خوست، بغلان، لوګر، بدخشان، پکتیا، کونړ او میدان وردکو ولایتونو کې د دغو محلونو رایې د جدي درغلیو اوسرغړاونو له امله باطلې اعلان شوي دي.

ښاغلي رفعت زیاته کړه، د پنځه پنځوس محلونو رایې د جدي انتخاباتي سرغړاونو له امله باطلې شوي او د نورو مشکوکو راېو څیړل هم د دې کمیسیون له خوا دوام لري.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون چارواکي وایي چې، تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د درې سوه اویا محلونو رایې باطلې اعلان شوي او ښایی چې تر څیړنو وروسته د ځینو نورو مرکزونو او محلونو رایې هم باطلې شي.