په هرات کې د مخالفین یو کمین ناکامه شوی

په هرات ولایت کې امنیتي ځواکونه وایي چې، د وسله والو مخالفانو یو کمین یې ناکامه کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دا کمین د غوریان ولسوالۍ په اورنګ سیمه کې نیول شوی، په اعلامیه کې راغلي چې د امنیتي ځواکونو په ځوابي برید کې یو وسله وال مخالف وژل شوی او درې نور له وسلو سره نیول شوي دي.

ویل شوي چې په دې پېښه کې یو پولیس هم وژل شوی، وسله والو مخالفانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.