م.م: د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون باید د درغلیو جدي څیړنه وکړي

په افغانستان کې د ملګروملتونو ادارې د دې هېواد د انتخاباتي شکایتونو له کمیسیون نه غوښتي چې درغلیو او سرغړاونو ته په جدي توګه رسیدګي وکړي.

یونما یا په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ولسي جرګې د انتخاباتو د لومړنیو پایلو له اعلان څخه هرکلۍ کړی او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ترسره کړي کارونه یي ستایلي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې په انتخاباتو کې د ډيرو درغلیو راپورونه ورکړل شوي چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون باید ورته هرو مرو او په دقت سره رسیدګي وکړي.

په عین حال کې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون غړي او ویاند احمد ضیا رفعت وایي چې درغلۍ ډیرې شوي خو دوي یې په جدي توګه څیړي:

موږ ته د یوه کس تقلب کوونکي لار پیدا کول ولسي جرګې ته هم د منلو وړنه دي، موږ هرو مرو د دوي درغلۍ او سرغړاونې پیدا کوو او په دې برخه کې کومه اندیښنه نه لرو.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون تېره ورځ د ولسي جرګې د انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان کړې او ټاکل شوې چې وروستۍ پایلې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون له خوا تر پوره څیړنې وروسته اعلان شي.