زده کونکو ته د کولمو د چنجیو په وړاندې د درمل ورکو پروګرام پیل شو

په ښوونځیو کې زده کوونکو ته د کولمو د چنجیو په وړاندې د درمل ورکولو پروګرام پیل شو.

د باختر دولتي خبري اژانس خبر ورکړی چې د دې پروګرام له مخې به د امریکا او کاناډا له خوا څلورنیم ملیونه تولید شوي ګولۍ له لومړي نه ترنهم ټولګي پوره زده کوونکو ته ورکړل شي.

ډاکټران وایي، چې د کولمو چینجۍ په ماشومانو کې د وینې د کمۍ سبب ګرځي او ډیرې نورې نارغۍ هم پیدا کوي.

ویل شوي چې دا مهال په افغانستان کې د کولمو د چنجیو له امله سلګونه زره ماشومان زوریږي.