مون په عراق کې د ملګرو ملتونو د مرستو پر کاروان برید وغانده

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون عراق ته د دې سازمان د خاص استازي په کاروان باندې بمې حمله غندلي ده.

ملګري ملتونه وایي، د دې سازمان خاص استازي اید میلکرت او په عراق کې د دوی د ماموریت نورو کارکوونکو ته په نجف کې د سې شنبې د ورځې په حملې کې زیان نه دی رسیدلی.

په دې حملې کې د عراق د امنیتی ځواکونو یو تن وژل شوی او څو نور یې ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو خاص استازي له حملې مخکې په نجف کې د عراق د شیعه ګانو له ستر مذهبي مشر ایت الله علی سیستاني سره کتلي وو.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي په یوه بیان کې ویلي، دا حمله به ملګري ملتونه د عراق خلکو ته د مرستو د دوام، د پخلایني او سوکالۍ په کار کې د هلو ځلو له ملاتړ څخه نه بیروي.