د امریکا متحده ایالات او پاکستان به نن د جګې سطحې ستراتیژیکو خبرو بل پړاو چې هدف یې د اسلامي افراطیانو پر ضد د همکارۍ غښتلتیا ده، پیل کړي.
په واشنګټن کې د دې درې ورځینو خبرو مشري به د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی وکړي او د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني به هم په کې ګډون وکړي.
دا غونډه د هغو خبرو دریم پړاو دی، چې تېر کال د امریکا کانګرس پاکستان ته د ۷ نیم میلیاردو ډالرو ملکي مرستو د تصویب په مهال لازمې بللې وې.
کانګرس پاکستان ته دا پیسې د ښوونځیو جوړولو او د مدني ارګانونو د پراخیتا به مقصد ورکړې تر څو له اسلامی افراطیانو سره د خلکو لیوالتیا کمه کړي.
دا خبرې په داسې حال کې کیږي، چې د واشنګټن او اسلام آباد تر منځ د پاکستان له خاورې څخه افغانستان ته د وسله والو د اوښتو په سر تاوتریخوالی زیات شوی دی.
په پاکستان تور لګول شوی، چې د دې هېواد استخباراتي اداره او امنیتي ځواکونه، افغانستان ته د وسله والو په مخنیوي کې لازمې هلې ځلې نه کوي.