په انګلستان کې په زرګونو پوځي مامورین به خپلې دندې له لاسه ورکړي

د انګلستان صدراعظم ډېوېډ کامرون د خپل هیواد د ملي بودجې د کسر او پورونو د کمولو په مقصد د پوځ په تشکیلاتو کې د اصلاحاتو اعلان وکړ.

کامرون د پارلمان وکیلانو ته وویل، په راتلونکو څلورو کلونو کې به د پوځ د ۳۷ میلیاردو پونډو کلنۍ دفاعي بودجه په سلو کې اته کمه کړي.

ده زیاته کړه، د پوځ ۱۷ زره عسکر، د جنګي جټ الوتکو وړونکي جنګي بیړۍ او یوه بله زړه جنګي بیړۍ به د کموالي قرباني شي.

دغه راز به ۲۵ زره ملکي پوځي مامورین هم خپلې دندې له لاسه ورکړي.

د انګلستان صدراعظم په ټینګه وویل، د بودجې کمول به د افغانستان په عملیاتو اغیز ونه کړي او په دې هېواد کې خپلو دېره عسکرو ته یې د زیاتو منابعو برابرولو ژمنه وکړه.