د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن وایي، امریکا باور لري، چې ایران په دې هېواد کې د دووتنوغره ختونکو امریکایي بندیانو د محاکمې لپاره هیڅ ډول اساس نه لري.
دا کسان څه باندې یو کال وړاندې د ایران او عراق پولې ته نږدې نیول شوي وو.
کلنټن د سې شنبې په ورځ وویل، راپورونه خپاره شوي، چې امریکایي اتباع، جاش فتال او شان باویر به د نومبر په شپږمې نیټې محاکمه شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزېرې په ایران غږ وکړ، چې بشري انتخاب دې عملي کړي او دغه دوه تنه دې د دریمې امریکنۍ تبعې سارا شوورد په څېر چې د سپتمبر په نیمایي کې خوشې شوه، خوشي کړي.
کلنټن وویل:
"موږ هیله من یو، ایراني چارواکي به د بشري انتخاب په عملي کولو سره دا دوه تنه ځوانان هم خوشي کړي.
موږ باور نه لرو چې د دې کسانو د محاکمې لپاره دی هیڅ ډول اساس موجود وي. موږ دغه راز خواشیني یو چې دا دوه کسان او د هغوی کورنۍ له جینایي سیستم سره مخامخ کیږي. موږ فکر نه کوو چې دا کسان دې د دا ډول غبرګون وړ وي."
ایراني چارواکو یاد شوي درې تنه امریکاییان د ۲۰۰۹ کال د جولای په ۳۱ مه، د عراق پولې ته نږدې نیولي وو، په جاسوسۍ یې تورن کړې او وایي په غیر قانوني ډول د ایران خاورې ته داخل شوي دي.
دې کسانو د ایرانیو چارواکو دا تورونه رد کړي او وایي، غرونو ته د ختلو په مهال په غلطۍ کې د ایران خاورې ته ننوتي وو.