افغان حکومت وايي تر دې وروسته به د معینت په شمول لوړ پوسټونه د اداري اصلاحاتو د کمېسیون له خوا ټاکل کیږي.
د ولسمشر حامد کرزي ویاند وحید عمر نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د دې کار هدف د ملکي خدماتو د پروسې د غیرې سیاسي کېدو او د اداري فساد د مخنیوي لپاره شوی دی:
(هیڅ یو عالي رتبه مقرري به په افغان دولت کې د وزیر په خوښه او یا هم د ولسمشر په خوښه نه کیږي او دا یو لوی پرمختګ ده او موږ هیله مند یو چې په دې سره د افغانستان په ادارو کې یو منظم بدلون رامنځ ته شي.)
ښاغلي عمر زیاته کړه، چې دا پرېکړه د وزیرانو د شورا له خوا شوې ده، همدارنګه ده وویل چې په ځینو وزارتونو او ولایتونو کې اوس هم د کسانو ټاکلو په برخه کې ستونزې شته چې حل لارې به یې پیدا کړي.