د ايران ستر مذهبي مشر ايت اله علي خامنه اي د عراق پر مخالفو سياسي ډلو غږ وکړ چې تر اووه مياشتني ځنډ او خنډ وروسته د يوه نوي حکومت پر جوړېدو سره سلا شي.
دا غوښتنه په داسې وخت کې شوې، چې د عراق صدراعظم نوري المالکي پرون تهران ته لاړ، چې د خپل شيعه ائتلاف په مشرۍ د حکومت نوې دورې ته سيمه ييز ملاتړ ترلاسه کړي.
ايران د عراق له شيعه ډلو سره ژورې اړيکې لري. ويل کېږي د المالکي په مشرۍ ائتلاف په کافي اندازه ملاتړ ترلاسه کړى او لکه چې په پارلمان کې اکثريت لري.
په همدې حال کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند فليپ کرولي وويل، امريکا د ايران پر هغه سياست اندېښنه لري چې د عراق د سياسي پروسې په برخه کې يې لري:
”موږ له پخوا راهيسې د ايران او د عراق په چارو کې د دې هېواد د لاس وهنې په اړه اندېښنې لرو. خو هيله من يو چې عراقي حکومت به د خپلو خلکو په ګټه کار وکړي، نه د بل هېواد“
سپينه ماڼۍ وايي، د عراق د نوي حکومت لپاره يې د کوم کانديد ملاتړ نه دى کړى، ټينګار کوي، داسې اداره دې جوړه شي چې د ټولو ډلو استازيتوب وکړي.